تازه خبرونه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوژک مهران باکسینګ سیالیو دویمه ورځ هم په جوش او ولولو سره پای ته ورسېده، زرګونه نندارچیان تر ناوخته پورې خوند واخلي

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
په چمن کې د درې ورځني کوژک مهران ایف سي بلوچستان نارت باکسینګ چیمپین شپ دویمه ورځ هم په ډېر جوش او خروش کې وه. په بېلابېلو کټګوریو کې ټول ۵۵ په زړه پورې او حساسې سیالۍ ترسره شوې، چې باکسرانو په رینګ کې خپل مهارت، تخنیک او غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او له نندارچیانو څخه یې ډېر چکچکونه ترلاسه کړل.

د دغو حساسه سیالیو د لیدو لپاره زرګونه نندارچیان په میدان کې موجود وو چې تر ناوخته پورې یې له سیالیو څخه خوند واخیست او د لوبغاړو یې په زړه پورې ستاینه او حوصلې افزایي وکړه.

په دغه چیمپین شپ کې د بلوچستان د شمالي ولسوالیو په شمول د بېلابېلو سیمو باکسران برخه اخلي، چې موخه یې په ځوانانو کې د لوبو وده، د مثبتو فعالیتونو دود پیاوړی کول او د باکسینګ پټ استعدادونه رابرسیره کول دي. دغه ایونټ ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ثابتولو غوره موقع برابره کړې ده.

د سیالیو په ترڅ کې یوه خواشینوونکې پېښه هم رامنځته شوه، د پشین اړوند باکسر روح الله د اوږې او ګوتې مات شول. د چیمپین شپ سرپرست اعلی اختر ګلفام سمدلاسه روغتون ته انتقال کړ، چېرته چې ډاکټر عبید لوني درملنه وکړه، وروسته لوبغاړی بېرته کمپ ته ولېږدول شو.

د دویمې ورځې ځانګړي مېلمانه د چمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حاجي محمد حنیف، حاجي عصمت الله په شمول د سوداګرې ټولنې استازي او د پولیسو د امنیت انچارج سب انسپکټر خانو شامل وو، چې سیالۍ یې وکتلې او له لوبغاړو سره یې ولیدل. په دې موقع سرپرست اعلی اختر ګلفام، د ولسوالۍ د باکسینګ ټولنې مشر عبدالمالک او عمومي منشي حاجي حبیب الله محترمو مېلمنو ته اعزازي شیلډونه ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د چیمپین شپ وروستۍ او فاینل سیالۍ به سبا په درېیمه او وروستۍ ورځ ترسره شي، چې وروسته به په بېلابېلو کټګوریو کې د ګټونکو لوبغاړو پرېکړه وشي.