کوټه(وېب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تایید کړې چې ایراني پلاوی په دوحه کې دی، خو له امریکایي چارواکو سره د لیدنې کوم پلان نه لري. نوموړي الجزیرې ته ویلي، ایران د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس پیغام په لوړه کچه څېړلی، خو د مستقیمو یا غیرمستقیمو خبرو پرېکړه به هغه مهال کېږي چې واشنګټن د ایران شرطونه ومني. بلخوا ځینو سرچینو ادعا کړې چې امریکایي پلاوی هم دوحې ته د تګ او د مذاکراتو د پرمختګ په حال کې دی.
