کوټه(وېب نیوز)د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د باغ ولسوالۍ په پنډۍ کلي کې د اکتوبر پر ۲۹مه د شوې چاودنې په اړه د پولیسو مشر امیرالدین ادعا کړې چې لومړني شواهد ښيي چاودېدونکي مواد د کور دننه ځای پر ځای شوي وو. په چاودنه کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، د سیمې د پاکولو د عملیاتو پر مهال پر امنیتي سرتېرو ډزې هم شوې دي. بلخوا اغېزمنې کورنۍ د بشپړو پلټنو او د ټولو شواهدو د عامولو غوښتنه کړې او پوښتنه یې کړې چې که چاودېدونکي مواد د کور دننه وو، نو هلته څنګه ورسېدل. پولیس وایي، پلټنې روانې دي.
