کوټه(وېب نیوز)د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د کوټې ضلعي منشي یار محمد بریال او نورو مشرانو د بلوچستان د تعلیمي انډومنټ فنډ د احتمالي بندېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له حکومته غوښتنه کړې چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اداره له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې زرګونو مستحقو زدهکوونکو ته تعلیمي بورسونه ورکوي او د معلوماتو له مخې هر کال تر ۲۰ زرو ډېر زدهکوونکي ترې ګټه اخلي. د ادارې بندېدل نه یوازې د زدهکوونکو تعلیمي راتلونکی له خطر سره مخ کولای شي، بلکې د شاوخوا ۶۰ کارکوونکو د روزګار د اغېزمنېدو اندېښنه هم شته. تنظیم ویلي، په داسې صوبه کې چې له تعلیمي وروسته پاتېوالي او بېوزلۍ سره مخ ده، باید تعلیمي بورسونه او اسانتیاوې زیاتې شي، نه دا چې له منځه یووړل شي.
