تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د ستونزو حل وسله نه، بلکې خبرې اترې او ولسواکه لاره ده، اعلی وزیر

کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د لاهور د منېجمنټ اېنډ ټکنالوژۍ پوهنتون په فراغت غونډه کې ویلي چې د بلوچستان د ستونزو حل په وسله کې نه، بلکې په خبرو اترو، تعلیم او ولسواک بهیر کې دی. نوموړي وویل، صوبه له هغو ننګونو سره مخ ده چې پکې تاوتریخوالی له محرومۍ سره تړل او توجیه کول، د وسله‌والو ډلو له خوا وېره خپرول او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ځوانانو ګمراه کول شامل دي. د هغه په وینا، پوهنتونونه کولای شي د ځوانانو ترمنځ انتقادي فکر او د حقیقت او اټکل ترمنځ د توپیر وړتیا پیاوړې کړي. اعلی وزیر وویل، د بلوچستان حکومت له ۸۰ سلنې زیاتو زده‌کوونکو سره د بورسونو له لارې مرسته کوي او د پنجاب د پوهنتونونو له خوا د بلوچستان زده‌کوونکو ته د بورسونو ورکول یې وستایل.