قلات(وېب نیوز)د خان آف قلات میر سلیمان داد جان احمدزي زوی او ولیعهد پرنس آغا محمد خان احمدزی له خپلو درې ساتونکو سره په خوندي توګه د قلات شاهي ماڼۍ ته رسېدلی دی. د شاهي ماڼۍ باوري سرچینو د هغه د راستنېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی او درې واړه ساتونکي یې روغ رمټ دي. د سرچینو په وینا، څو ورځې وړاندې پرنس له خپلو ساتونکو سره له خضدار څخه قلات ته پر لاره و چې د راپورونو له مخې تښتول شوی و. د هغه له ورکېدو وروسته په شاهي کورنۍ او سیمه کې اندېښنې خپرې شوې وې. د هغه د خوندي راستنېدو خبر د کورنۍ خواخوږي او ښاریان ډاډمن کړي دي.
