تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د سوله‌ییزې مبارزې د پرېښودو هڅې به ناکامې شي، مولانا عبدالواسع

کوټه(وېب نیوز)د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي امیر سناتور مولانا عبدالواسع ویلي چې هغه کسان به له مایوسۍ سره مخ شي چې غواړي جمعیت له سوله‌ییزې مبارزې لاس په سر کړي، ځکه ولسي ځواک، اساسي مبارزه او د دلیل قوت د دې ګوند سیاسي لاره ده. نوموړي د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه بیان کې وویل، جمعیت په سختو شرایطو کې هم د ولسي حقونو او ولسواکو ارزښتونو لپاره مبارزه کړې ده. د ګوند صوبايي عمومي منشي آغا محمود شاه وویل، د وسله‌والې مبارزې د مخالفت او د ولسواکۍ د لارې د خپلولو له امله جمعیت د شهادتونو او قربانیو اوږد تاریخ لري، خو بیا هم د امن، دلیل، اساسي قانون او ولسواکۍ پر لاره ولاړ پاتې کېږي.