تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د ډیزلو بیه په لیټر کې ۲ روپۍ او ۲۹ پېسې لوړه شوه، د پټرولو بیه پر خپل حال پاتې ده

کوټه(وېب نیوز)حکومت د ډیزلو په بیه کې په هر لیټر کې ۲ روپۍ او ۲۹ پېسې زیاتوالی راوستی، چې له دې سره نوې بیه ۴۰۲ روپۍ او ۹۶ پېسو ته رسېدلې ده. د پټرولو بیه بیا په هر لیټر ۳۷۷ روپۍ او ۹۱ پېسې پر خپل حال ساتل شوې ده. د اوګرا د خبرتیا له مخې، نوې بیې به د اکتوبر له ۳۱مې څخه د نومبر تر دویمې نېټې پورې نافذې وي.