تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

سعودي پوځي ائتلاف پر ریاض د ډرون د نسکورولو ادعا وکړه

کوټه(وېب نیوز)د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ترکی المالکي ادعا کړې چې د ریاض په سیمه کې یې د هوايي دفاعي نظام په وسیله یو دښمن ډرون نسکور کړی دی. د هغه په وینا، د ډرون پاتې شوني په سیمه کې لوېدلي، خو ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی. ویاند تر دې مخکې د سعودي عربستان په ختیځو او جنوبي سیمو کې د دوو نورو ډرونونو د نسکورولو خبر هم ورکړی و.