کوټه(وېب نیوز)د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ویلي، دمشق د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د مکې په دفاعي تړون کې پر ګډون غور کوي او په دې اړه خبرې روانې دي. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ټولو غړو هېوادونو پر ضد برید ګڼل کېږي. نوموړي په بحرین کې د منامې ډیالوګ غونډې ته ویلي، د سوریې احتمالي ګډون د سیمې د دفاعي همکارۍ له پلوه مهم پرمختګ دی.
