تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

له مریم نواز سره د فرانسې سفیر لیدنه؛ په پنجاب کې د پانګونې پر زیاتولو هوکړه

لاهور(وېب نیوز)د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف په پاکستان کې د فرانسې له نوي سفیر ژان نوئل پواریې سره لیدلي دي. په دې کتنه کې د سوداګرۍ، صنعت، پانګونې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو په پنجاب کې د کرنې، مالدارۍ، صنعتي همکاریو، انرژۍ او ښاري خدمتونو په برخو کې د پانګونې پر امکاناتو بحث کړی دی. فرانسوي سفیر مریم نواز ته فرانسې ته د سفر بلنه هم ورکړې ده. مریم نواز ویلي چې د اروپايي بازارونو لپاره د پاکستان د صادراتو په برخه کې د جي اېس پي پلس حیثیت مهم دی او د فرانسې همکاري ورته ارزښت لري. هغې فرانسوي شرکتونه په پنجاب کې پانګونې ته بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.