لاهور(وېب نیوز)د پاکستان اټارني جنرل منصور اعوان ویلي چې پاکستان به له هند سره د سند طاس تړون په اړه خپله قانوني مبارزه روانه ساتي او هڅه به کوي چې هند د تړون پر مراعاتولو پابند کړي. نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د تړون له مخې هېڅ هېواد په یو اړخیز ډول له تړونه نه شي وتلای او نه یې شرایط بدلولای شي. د هغه په وینا، پاکستان د خپلې کرنې لپاره شاوخوا ۹۰ سلنه اوبه د اوبو لګولو له نظامه کاروي، نو د اوبو په بهیر کې لږ خنډ هم د هېواد پر کرنیز نظام اغېز کولای شي. هغه د اوبو د سرچینو ساتنه د ټول هېواد او هر وګړي لپاره مهمه ملي مسئله وبلله.
