کوټه(وېب نیوز)د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنهيي د وسله والو ځواکونو له لوړپوړو قوماندانانو سره په لیدنه کې ویلي، پوځ باید د هر ډول ګواښ پر وړاندې د سمدستي او اغېزمن ځواب لپاره بشپړ چمتووالی ولري. هغه د دفاعي وړتیا، استخباراتي نظام او نوې پوځي ټکنالوژۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د امریکا او اسرائیل د ګواښونو په پام کې نیولو سره باید دفاعي تګلاره په دوامداره توګه وارزول شي.
