تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پاکستان د سریلانکا په ماتولو درې اړخیزه سیالي وګټله

کوټه (ویب نیوز) پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې د درې اړخیزې کرکټ سیالۍ په پایلوبه کې سریلانکا ته په درې ویکټو ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه. سریلانکا پاکستان ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړی و، چې کوربه لوبډلې په ۴۸.۲ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د پاکستان لپاره فخر زمان په ۹۹ توپونو ۱۲۷ منډې وکړې او له سعد بېګ سره یې د درېیمې ویکټې لپاره د ۱۴۹ منډو ملګرتیا جوړه کړه. سعد بېګ ۷۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې عرفات منہاس په ۳۱ توپونو ۶۱ منډې جوړې کړې او له حسن نواز سره یې د ۹۴ منډو مهمه ملګرتیا وکړه. فخر زمان د پایلوبې غوره لوبغاړی او عرفات منہاس د ټولې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شول. پاکستان د لومړي ځل لپاره په خپله خاوره کې یوه نړیواله ورزشي سیالي وګټله.