تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه

نیویارک(وېب نیوز)پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د پاکستان استازي محمد جواد اجمل تور ولګاوه چې د افغان طالبانو حکومت دغو ډلو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه روان وساتي. نوموړي وویل، په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستانه د ترسره شویو ترهګریزو بریدونو له امله تر ۴۷۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي دي. بل لور ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو او نجونو د محدودیتونو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغوی بنسټیزې ازادۍ لا هم محدودې دي. هغه له غړو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو حکومت تر هغو خپلې محدودوونکې تګلارې بېرته وانخلي، اړیکې ورسره عادي نه کړي.