کوټه(وېب نیوز)العربي الجدید راپور ورکړی چې په دوحه کې د ایراني استازو او قطري منځګړو ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته د ایران او امریکا د مستقیمو مذاکراتو د بیا پیل امکان رامنځته شوی دی. د راپور له مخې، د منځګړیتوب له بهیر سره نږدې سرچینو ویلي چې امریکایي پلاوی هم د خبرو لپاره دوحې ته تللی شي. د اکسیوس په وینا، قطري منځګړي له سپینې ماڼۍ سره پرلهپسې اړیکې لري، خو د دې پرمختګ رسمي تایید لا نه دی شوی.
