تازه خبرونه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶

پښتونخوا نېپ به د کوټې د ښاري ستونزو پر ضد احتجاجي تحریک پیل کړي

کوټه(وېب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوټه ښار کې د ګېس د ټیټ فشار، درنو بلونو، اوږدې برېښنا لوډشیډنګ، د اوبو نشتوالي، خرابې صفایۍ، ټرافیکي ګډوډۍ او د امنيت ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې د ولس په ملتیا به د حکومتي بې‌انصافیو پر ضد منظمه احتجاجي مبارزه پیل کړي. د کوټوال او وزیر کاکړ کاریز په سیمه‌ییزو غونډو کې د ګوند مشرانو وویل، کوټه د صوبې مرکز دی، خو له بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې ده او د پرمختیايي بودجې په وېش کې توازن نه دی ساتل شوی. په کوټوال غونډه کې عبیدالله سنزر سیمه‌ییز منشي، تاج الدین کاکړ مشر مرستیال او نور غړي وټاکل شول، په وزیر کاکړ کاریز کې بیا عصمت الله خان ترین سیمه‌ییز منشي، فرید کمال مشر مرستیال او نور غړي منتخب شول. ګوند غوښتنه وکړه چې د کوټې د ستونزو د حل لپاره دې کافي بودجه ځانګړې او هر اړخیزه پلان جوړونه وشي.