کوټه(وېب نیوز)یمني دولتي ځواکونو ادعا کړې چې د هېواد په شمال ختیځ الجوف ولایت کې یې پر مهمو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی. د دولتي ځواکونو ویاند ماجد النزیلي ویلي، په تعز ښار کې دولتي او متحد ځواکونه د حوثي بریدونو مقابله کوي. د هغه په وینا، په تېرو څو ساعتونو کې د حوثي ملیشو پر ضد ۱۱۱۹ هدفي عملیات شوي او ۴۲۷ حوثي جنګیالي وژل شوي دي.
