تازه خبرونه ۹ نومبر ۲۰۲۶

خواجه آصف د اداري جوړښت پر بنسټ د نویو صوبو د جوړولو ملاتړ وکړ

اسلام آباد (ویب نیوز) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په هېواد کې د اداري اړتیاوو پر بنسټ د نویو صوبو د جوړولو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، که د ۱۲ صوبو جوړولو وړاندیز وړاندې شي، غور پرې کېدای شي، خو نوې صوبې باید د ژبې، نسل یا سیاسي ګټو پر بنسټ جوړې نه شي. نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د نفوسو د زیاتوالي له امله د غوره حکومتولۍ او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کوچنیو اداري واحدونو ته اړتیا ده. د هغه په وینا، واکونه باید یوازې د صوبو په مرکزونو کې محدود پاتې نه شي، بلکې ټیټو اداري کچو ته هم ولېږدول شي. خواجه آصف د مالي سرچینو پر وېش نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له مرکزه صوبو ته لېږدول کېدونکو پیسو اصلي موخه د سیمه‌ییزو حکومتونو پیاوړتیا ده، خو اوس هم بلدیاتي ادارې د صوبايي چارواکو پر مرستو تکیه کوي.