اسلام آباد (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دی ځان د جنت مستحق ګڼي او نه غواړي دوزخ ته ولاړ شي. امریکايي رسنیو ته په مرکه کې نوموړي ویلي چې له خپلو دښمنانو کرکه لري او هغوی به ونه بښي. ټرمپ ویلي چې دی مذهبي سړی دی او هیله لري چې جنت ته ولاړ شي، ځکه د ده په وینا خپلې دندې یې په ښه توګه ترسره کړې دي.
