کوټه(وېب نیوز) د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت د ایران هغه پرېکړه رد کړې چې د دغه هېواد سمندري او هوايي ځواکونه یې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي. ارجنټاین دغه اقدام بېبنسټه بللی او ویلي یې دي چې وسلهوال ځواکونه یې قانوني او اساسي بنسټونه دي. ایران دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې ارجنټاین د ایران سپاه پاسداران په خپل ترهګرو نوملړ کې شامل کړ.
