سید انورشاہ
د ښکار موسم وو. د دنګو غرونو واورین سرونه د لمر په وړانګو کې ځلېدل. د غرونو ترمنځ په غځېدلې دره کې سړه هوا لګېده. څو ملګري د ښکار تر ختمولو وروسته د یوې لویې تیږې تر څنګ کښېناستل. مخې ته اور بل وو او د ښکار شوي حیوان غوښه پرې پخېدله. د غوښې خوشبويي په هوا کې خپره وه، خو د دوی د خبرو موضوع ښکار نه وو.
یوه ځوان د غوښې یوه ټوټه په لاس کې ونیوله او ویې ویل:
زموږ په ټولنه کې عزت هم عجیبه بڼه خپله کړې ده. د چا چې پیسې، لوی موټر، ماڼۍ، وسله وال ساتونکي او له زورورو خلکو سره اړیکې وي، هغه عزتمند ګڼل کېږي، که په کردار کې یې هر څومره نیمګړتیاوې وي. بلخوا یو غریب، لوستی او اصولي انسان یوازې د دې لپاره کم حیثیته ګڼل کېږي چې د ځان د ښودلو وسایل نه لري.
د هغه مخې ته ناست یوه سپین ږیري د غرونو پر لور وکتل او ویې ویل:
زویه! کله چې په ټولنه کې د کردار پر ځای حیثیت د عزت معیار وګرځي، نو انسان د خپل لوړوالي د ثابتولو لپاره د نورو د سپکولو هڅې کوي. همدا هغه ځای دی چې د ټولنې د زوال پیل ترې کېږي.
بل ملګري په خبرو کې ورګډ شو:
موږ پښتانه پر خپل تاریخ، دودونو او ارزښتونو ویاړو، خو کله مو فکر کړی چې د کومو دودونو په نوم خپله پېژندګلو ساتو، ایا زموږ عملي ژوند هم د هغو دودونو استازیتوب کوي؟
سپین ږیري په موسکا وویل:
د پښتني ټولنې اصلي ښکلا یوازې په غرونو، قبایلي زور او تاریخي فتوحاتو کې نه ده، بلکې په هغو دودونو کې ده چې زورور یې هم تر یوه حده محدود کړی او کمزوري ته یې د خوندیتوب حق ورکړی دی.
هغه اور ته د لرګي یوه ټوټه واچوله او ویې ویل:
زموږ په ټولنه کې د تېژې تصور یوازې یوه نښه نه ده، بلکې یو ټولنیز اعلان دی. د دې معنا دا ده چې له دې ځایه نور وړاندې تګ نشته؛ زورور هم د دې پولې د ماتولو حق نه لري. دا د کمزوري پر وړاندې د زور د ناروا استعمال د مخنیوي یوه دودیزه لاره وه. د دې نښې درناوی په حقیقت کې د ټولنیز ضمیر درناوی وو.
ځوان په مینه وپوښتل:
او بدرګه؟
سپین ږیري ځواب ورکړ:
بدرګه خو تر دې هم ښکلې انساني روایه ده. فرض کړه، یو کمزوری انسان د یوه زورور له ظلم او دښمنۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره د بل چا کور ته پناه وروړي. پناه ورکوونکی خپله هم د هغه زورور په مقابل کې کمزوری وي، خو بیا هم پناه غوښتونکی یوازې نه پرېږدي. هغه د بدرګې په توګه تر یوه خوندي ځایه رسوي او د هغه د خوندیتوب مسوولیت پر غاړه اخلي. هغه خپل زور او وس نه ګوري، بلکې خپله اخلاقي دنده په پام کې نیسي.
هغه زیاته کړه:
همدا زموږ د پښتني ارزښتونو ښکلا وه چې کله به د یوه انسان د ژوند او خوندیتوب لپاره چا خپل ځان، ګټې او امنیت هم په خطر کې اچاوه. نن زموږ په ټولنه کې څو کسان داسې شته چې د یوه بې وسه انسان لپاره خپلې ګټې په خطر کې واچوي؟
یوه ځوان وویل:
خو اوس خو موږ په خپلو ویناوو کې د ننګ، ننواتې، جرګې، مېلمستیا، پناه، وفا او ژمنې د پوره کولو ډېرې دعوې کوو.
سپین ږیري ځواب ورکړ:
د یوه دود نوم اخیستل او په هغه عمل کول دوه بېلې خبرې دي. ننواتې یوازې دا نه ده چې څوک ستا کور ته راشي او بښنه وغواړي، بلکې د بښنې غوښتنه په انساني درناوي منل هم زغم او لوړ ظرف غواړي. مېلمستیا یوازې مېلمه ته ډوډۍ ورکول نه دي، بلکې هغه ته عزت، خوندیتوب او خپلولي ورکول دي. جرګه یوازې د بانفوذه کسانو ناسته نه ده، بلکې د انصاف، یووالي او د شخړو د عادلانه حل لاره ده. تېژه، پناه، د ژمنې وفا، د مظلوم ملاتړ او د یتیمانو او بې وسه خلکو لاسنیوی زموږ د ټولنیزو ارزښتونو بېلابېل اړخونه دي.
لږه شېبه چوپتیا خپره شوه. بیا ځوان وویل:
خو زموږ په ټولنه کې ځینې خلک د خپل دښمن مرسته هم کوي.
سپین ږیري ورته وکتل او په جدي انداز یې وویل:
د دښمن مرسته کول په خپله بده خبره نه ده. که دا مرسته د انسانیت، روغې جوړې، انصاف یا د یوه اړ انسان د اړتیا له مخې وي، نو دا د لوړ ظرف نښه ده. خو کله چې څوک یوازې د ځان د ښودلو، د سخاوت د شهرت او په ټولنه کې د خپل حیثیت د لوړولو لپاره د خپل دښمن مرسته کوي، په داسې حال کې چې د خپلې ټولنې ګډې ستونزې، مظلومان او اړمن خلک له پامه غورځوي، نو دا خدمت نه، بلکې ځان ښودنه ده.
هغه زیاته کړه:
له بده مرغه، کله ناکله موږ خپلې شخصي دښمنۍ، اړیکې او ځان ښودنه تر ملي او قومي مسایلو مهمه ګڼو. د قومي حقونو، تعلیم، اقتصادي محرومۍ، سیاسي بې واکۍ او ګډ پرمختګ مسئلې شاته پاتې شي. هر څوک غواړي په خپل شخصي چاپېریال کې ځان لوی وښيي، خو د خپل قوم د ګډ راتلونکي لپاره د ونډې اخیستلو ته تیار نه وي.
بل ملګري وپوښتل:
ایا همدا لامل دی چې زموږ پښتني ټولنه نن له ګډوډۍ سره مخ ده؟
سپین ږیري د غرونو پر لور اشاره وکړه:
لاملونه یې ډېر دي. کله چې زورور انسان عزت له خپل حیثیت سره وتړي، شتمن خپلې پیسې د برترۍ معیار وګرځوي، د قوم او قبیلې زور تر انصاف لوړ وګڼل شي او شخصي غرور پر ګډو ګټو غالب شي، نو ټولنه له دننه ماتېږي. بیا خلک د یو بل په غم کې د شریکېدو پر ځای د یو بل د حیثیت سیالي کوي.
ځوان وویل:
خو بیا هم زموږ ټولنه په بشپړه توګه نه ده ورانه شوې. لا هم داسې خلک شته چې د نورو لپاره ژوند کوي.
د سپین ږیري پر مخ د ډاډ نښې څرګندې شوې.
بالکل! همدا د امید تر ټولو لوی لامل دی. زموږ ټولنه لا هم یوازې د دې لپاره خپل وجود ساتلی دی چې په منځ کې یې داسې کورنۍ شته چې د خدمت له جذبې ډکې دي. داسې خلک چې نه ډېرې پیسې لري، نه سیاسي نفوذ، نه لوړې څوکۍ او نه د ځان ښودلو وسایل، خو په زړونو کې یې د انسانیت او وطن مینه ژوندۍ ده.
هغه په احساساتي انداز وویل:
دا کورنۍ د خپلو محدودو وسایلو باوجود له وطنه لرې اوسېدونکو خلکو د کورنیو خیال ساتي. نه غواړي چې د چا ماشومان له زده کړو بې برخې شي، نه غواړي چې د چا کورنۍ د ناروغۍ او مالي ستونزو له امله یوازې پاتې شي او نه غواړي چې څوک د یوه تخنیکي مشکل له امله له ستونزو سره مخ وي. دوی د خپلې وسې مطابق مالي، ټولنیزه او تخنیکي مرسته کوي. ځینې وخت دا هر څه د اعلان، ستاینې او مننې له تمې پرته ترسره کوي. همدا هغه پټه او بې غرضه مرسته ده چې زموږ د ټولنې ودانۍ یې تر اوسه ولاړه ساتلې ده.
هغه لږه شېبه تم شو.
په یاد ولرئ! ټولنه یوازې لوی او بانفوذه خلک نه ژغوري. کله ناکله څو بې نومه کورنۍ د خپلو محدودو وسایلو په لرلو سره د ټول قوم د اخلاقي بقا سبب ګرځي. کېدای شي ډېرې پیسې ونه لري، خو داسې لوړ ظرف لري چې په لوړو ماڼیو کې هم نه موندل کېږي.
د ښکار غوښه تقریباً خلاصه شوې وه. لمر د غرونو تر شا پټېده او ټولو د بېرته تګ تیاری نیوه.
ځوان وروستۍ پوښتنه وکړه:
نو بیا د عزت اصلي معیار څه دی؟
سپین ږیري خپله ټوپک راواخیست، څو قدمه مخکې لاړ او بېرته یې ورته وکتل:
د عزت معیار دا نه دی چې څو کسان ستا مخې ته ولاړ وي، بلکې دا دی چې څو کسان ستا په وړاندې د خپل سر په لوړولو د خبرو کولو جرئت لري. دا نه ده چې ته څو کسان د خپل حکم تابع کولای شې، بلکې دا ده چې د څو کسانو حقونو ته درناوی کوې. دا نه ده چې څومره ځمکه، شتمني او وسله وال ساتونکي لرې، بلکې دا ده چې څومره ظرف، انصاف او احساس لرې.
بیا یې د غرونو څوکو ته وکتل او ویې ویل:
تېژه موږ ته دا راښيي چې زور باید یو حد ولري. بدرګه موږ ته دا راښيي چې د کمزوري د خوندیتوب لپاره باید له خپل ځان څخه هم تېر شو. ننواتې موږ ته د بښنې زغم راکوي، مېلمستیا موږ ته له پردي سره د خپلولۍ چلند راښيي او جرګه موږ ته د اختلاف باوجود د ستونزو د حل لاره راښيي. خو که دا دودونه مو یوازې تر ویناوو او شعارونو محدود کړل، نو نومونه به یې پاتې وي، ارزښتونه به یې له منځه تللي وي.
هغه په لوړ غږ خپله وروستۍ خبره وکړه:
قومونه یوازې د دښمن په بریدونو نه ورانېږي، کله ناکله د خپلو ارزښتونو په هېرولو هم له منځه ځي. کله چې عزت حیثیت شي، ننګ ځان ښودنه شي، خدمت تبلیغ شي او ملي مسایل د شخصي ګټو تر سیوري لاندې راشي، نو ټولنه که هر څومره پر لوړو غرونو مېشته وي، بیا هم د اخلاقي زوال په ژورو کندو کې لوېږي.
د بېرته تګ پر مهال ځوان څو څو ځله د غرونو لوړو څوکو ته کتل. هغه ته داسې ښکارېده چې نن د ښکار لپاره غرونو ته راغلی و، خو د یوه حیوان ښکار یې نه دی کړی، بلکې د خپلې ټولنې د یوه هېر شوي تصور په اړه یې فکر کړی دی.
د هغه په ذهن کې دا پوښتنه ګرځېده:
که زموږ پلرونو د تېژې په وسیله زورور درولی، د بدرګې په وسیله یې کمزوری خوندي ځای ته رسولی، د ننواتې په وسیله یې د بښنې او د مېلمستیا په وسیله یې د انسانیت درناوی ښوولی و، نو نن موږ ولې دا دودونه له خپل عملي ژوند څخه ایستلي دي؟
هغه دې پایلې ته هم ورسېد چې لا هر څه نه دي ختم شوي. تر هغه چې د کوم لرې کلي یوه بې وزله کورنۍ د یوه پردیسي د ماشومانو د زده کړو لګښت پر غاړه اخلي، تر هغه چې یو څوک د خپلو محدودو وسایلو په لرلو د یوه بې وسه کورنۍ لاسنیوی کوي، تر هغه چې څوک د زورور پر وړاندې د کمزوري د لارې د بندولو لپاره ودرېږي او تر هغه چې یو څوک مظلوم تر خوندي ځایه رسوي، د دې ټولنې روح ژوندی دی.
کېدای شي د پښتني ټولنې وروستۍ هیله همدا بې نومه خلک وي چې حیثیت نه لري، خو لوړ ظرف لري؛ شتمني نه لري، خو د خدمت جذبه لري؛ زور نه لري، خو د کمزوري لپاره د درېدو جرئت لري.
او ښايي د عزت اصلي معیار همدا وي.
