تازه خبرونه ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

پټرول په لیټر ۴ روپۍ او ۶۱ پېسې ګران، ډیزل ۱ روپۍ او ۹۶ پېسې ارزانه شو

اسلام اباد(وېب نیوز) وفاقي حکومت د سپټمبر ۲۲مې لپاره د پټرولیم محصولاتو نوې بیې اعلان کړې دي چې له مخې یې د پټرول بیه په لیټر ۴ روپۍ او ۶۱ پېسې لوړه شوې، خو د ډیزل بیه په لیټر ۱ روپۍ او ۹۶ پېسې کمه شوې ده. د خبرتیا له مخې د پټرول نوې بیه ۳۹۳ روپۍ او ۷۵ پېسې او د ډیزل بیه ۴۲۲ روپۍ او ۸ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. د پټرولیم ډویژن په وینا، اوګرا په نړیوال بازار کې د پټرول او ډیزل له بیو سره تړلې د ایکس ډیپو بیې بدلې کړې دي.