کوټه (سيد سردار محمد خوندئی)
د نوشکي ولسوالۍ د کلي جمال آباد په سيمه کې د پوليو ضد ټيم د امنيت پر مامورو پوليس سرتېرو باندې ناپېژانده وسله والو کسانو بريد وکړ.
د پوليسو سرچينو له مخې وسله والو مجرمانو ناڅاپه د پوليسو پر ټيم بې درېغه ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې دوه پوليس سرتېري پر ځای شهيدان شول.
د شهيدو شويو سرتېرو پېژندګلوي د محمد ياسر او عبدالرؤف په نومونو شوې ده.
د پېښې له خبرېدو سره سم د پوليسو او امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر سرتېرو سيمه کلابنده کړې او د تښتېدلو مجرمانو د نيولو لپاره يې د لټون عمليات پيل کړي دي. د پوليسو چارواکو وينا ده چې د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.
