کابل: د افغان معیشت د خراب وضعیت او د سرحدي بندیزونو له امله افغان سوداګر او کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي، راپورونه وايي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بندېدو له امله په پکتیکا کې د زراعتي اجناسو لویې زېرمې له منځه تللې او زرګونه ټنه مالونه خراب شوي، د پاکستان او ایران له لوري د سرحدي محدودیتونو له امله سوداګر نشي کولی خپل محصولات صادر کړي، چې له امله یې کاروبارونه سقوط ته نږدې شوي، ځايي تاجران وايي چې د کچالو او نورو فصلونو زیات تولید موجود دی خو د خرڅلاو لارې بندې دي، په همدې حال کې شنونکي وایي چې دا وضعیت د افغانستان د اقتصاد، صادراتو او روزګار لپاره سخت زیانمن تمام شوی دی۔
