تازه خبرونه ۲۳ ستمبر ۲۰۲۶

هند ته نه ځو، که زیان وي او که ګټه: د پاکستان هاکي فدراسیون مشر

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان هاکي فدراسیون مشر محی الدین واني ویلي چې پاکستان به هند ته د هاکي لوبو لپاره نه ځي، که له دې پرېکړې زیان رامنځته کېږي او که ګټه، ځکه د پاکستان عزت او امنیت لومړیتوب لري. هغه له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د اسیا هاکي فدراسیون تر اوسه له هند څخه د چیمپینز ټرافي د انتقال په اړه کوم ځواب نه دی ورکړی. محی الدین واني وویل چې راتلونکې میاشت به د چین هاکي لوبډله پاکستان ته راشي او د کاناډا او اروپا درې سترې لوبډلې به هم پاکستان ته سفر وکړي.