کوئٹہ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د پښتون کلچر ورځې په مناسبت پښتنې ټولنې ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کړې ده.
په خپل پیغام کې اعلی وزیر وویل چې پښتني کلتور د بلوچستان د تمدني پېژندګلو یوه مهمه او ښکلې برخه ده. په پښتني کلتور کې د مېلمه پالنې، زغم، زړورتیا، ورورولۍ او له انسان سره د مینې لوړ دودونه څرګند دي چې زموږ د ټولنې لپاره د لارښوونې څراغ دی.
اعلی وزیر میر سرفراز بګټي وویل چې بلوچستان د بیلابیلو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی ترکیب دی او همدا تنوع زموږ د صوبې اصلي ښکلا او قوت دی. پښتنې ټولنې د بلوچستان په ټولنیز، ادبي، سیاسي او اقتصادي پرمختګ کې تل مهم او د قدر وړ رول لوبولی دی.
هغه وویل چې د کلتوري میراث ساتنه نوي نسل د خپل تاریخ، ارزښتونو او پېژندګلو سره د نښلولو غوره وسیله ده. د ټولو کلتورونو، ژبو او دودونو درناوی او وده زموږ ګډ مسؤلیت دی.
د بلوچستان اعلی وزیر وویل چې د پښتون کلچر ورځ د سولې، ورورولۍ، متقابل درناوي او زغم د ودې پیغام ورکوي، چې باید په ګډه یې عام کړو.
