تازه خبرونه ۲۳ ستمبر ۲۰۲۶

د پښتون کلتور ورځې په مناسبت پښتون ولس ته مبارکي: عابده کاکړ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د پوهنې ریاست د پلټنې او حسابونو اضافي مشرې عابده کاکړ د پښتون کلتور ورځې په مناسبت پښتون ولس ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې پښتون کلتور د پېړیو پخوانیو دودونو، مېلمه پالنې، جرګې، زغم، مېړانې او ورورولۍ ښکلی انځور دی. نوموړې وویل چې د کلتور ورځې د لمانځلو موخه د تاریخي میراث، دودونو او ارزښتونو را برسېره کول او نوې نسل له خپل کلتور سره اشنا کول دي. هغې وویل چې پښتون کلتور د ژبې، جامو، موسیقۍ، ادب او ټولنیزو ارزښتونو له امله ځانګړی مقام لري او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی. عابده کاکړ وویل چې بلوچستان د بېلابېلو قومونو، ژبو او کلتورونو ګډ کور دی او د متقابل درناوي، یووالي او ورورولۍ پراختیا د ټولو مسؤلیت دی.