کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د مستونګ د کنګ درې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات بریالي بللي او ویلي یې دي چې په عملیاتو کې ۹ ترهګر وژل شوي، په داسې حال کې چې د هغوی له ولکې څخه وسلې، مهمات او ۳ موټرسایکلونه ترلاسه شوي دي. هغه د عملیاتو پر مهال د ټپي شوي امنیتي سرتېري د ژر روغتیا لپاره دعا وکړه او ویې ویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ټول ولس لپاره د ویاړ وړ دي. وزیراعلیٰ وویل چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به عملیات روان وي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دولتي ادارې په بشپړ ډول هڅې کوي.
