دبۍ: په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ په براکه اټومي پاور پلانټ ته نږدې د ډرون برید راپور ورکړل شوی، د عربي رسنیو په وینا برید د برېښنا د جنراتور پر برخه شوی چې وروسته اور لګېدلی خو ژر مهار شوی، چارواکو ویلي چې په پېښه کې کوم ځاني زیان نه دی او نه هم د تابکارۍ خطر رامنځته شوی، همدارنګه د براکه اټومي بټۍ څلور واړه رېآکټرونه عادي حالت کې فعالیت کوي او وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی۔
