تازه خبرونه ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

خواشینوونکی خبر

کوئټه (وېب نیوز) د محمد نبي بړېڅ زوی حمزه د پنجشنبې په ورځ ماسپښین د کوئټې د اېربېس سړک پر سر په سخت ټپي حالت کې وموندل شو. نوموړی لومړی د کوئټې بي‌اېم‌سي روغتون ته یووړل شو، وروسته د ټراما مرکز ته ولېږدول شو، خو هلته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د سیمې اوسېدونکو د شپې تر ناوخته د اېربېس د دروازې مخې ته احتجاجي پرلت وهلی و او غوښتنه یې کوله چې د حمزه قاتل دې ونیول شي او قانون ته دې وسپارل شي.