تازه خبرونه ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

که زموږ الوتنې نه شي کېدای، په سیمه کې به بل څوک هم دا کار ونه شي کړای: ایران

کوټه (ویب نیوز) د ایران د ستر رهبر سلاکار محمد مخبر خبرداری ورکړی چې که ایران خپلې الوتنې نه شي چلولی او د هوايي ډګر خدمتونه ورته برابر نه شي، نو په سیمه کې به بل څوک هم ونه شي کولای چې دغه خدمتونه ترسره کړي. محمد مخبر دا څرګندونې په تهران کې کړې دي. نوموړي دا غبرګون وروسته له هغې څرګند کړی چې د امریکا د نویو بندیزونو له امله د عراق بغداد او نجف، عمان او متحده عربي اماراتو په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو د امریکايي فشار له امله د ایراني هوايي شرکتونو الوتنې او د هوايي ډګر ځینې خدمتونه ځنډولي دي.