تازه خبرونه ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

اوګرا پټرول ګران او های سپیډ ډیزل ارزانه کړ

کوټه (ویب نیوز) د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې (اوګرا) د پټرولیم محصولاتو په بیو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې د پټرول بیه په هر لیټر ۲ روپۍ او ۲ پېسې لوړه شوې، خو د های سپیډ ډیزل بیه په هر لیټر ۳ روپۍ او ۵۹ پېسې کمه شوې ده. د اوګرا د خبرتیا له مخې د پټرول نوې بیه ۳۹۱ روپۍ او ۳۰ پېسې او د های سپیډ ډیزل نوې بیه ۴۰۸ روپۍ او ۵۳ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې به د سپټمبر تر ۲۸مې نېټې پورې نافذې وي.