تازه خبرونه ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

د ملګرو ملتونو په غونډه کې ایراني ډیپلومات د اسرائیلي استازي اشتعال‌انګېز اقدام له پامه وغورځاوه

کوټه (ویب نیوز) د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال اسرائیلي استازي د ایراني ډیپلومات ترڅنګ ورغی، د سټارلنک وسیله یې ورته وښوده او ځینې خبرې یې وکړې. د راپور له مخې، ظاهراً د دغه اقدام موخه د ایراني ډیپلومات پارول او په غونډه کې د ناخوښۍ رامنځته کول وو، خو ایراني ډیپلومات په ډېر زغم او حوصلې سره د اسرائیلي استازي دغه اقدام له پامه وغورځاوه او حتی هغه لوري ته یې هم ونه کتل.