تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

پاکستان د فیفا آسیان کپ په لومړۍ لوبه کې له تایلنډه ۴-۰ ماتې وخوړه

بانډونګ (ویب نیوز) د پاکستان فوټبال ملي لوبډلې د فیفا آسیان کپ په لومړۍ لوبه کې له تایلنډ څخه ۴-۰ ماتې وخوړه. د تایلنډ لپاره تیراسک پوئي فیمای دوه ګولونه ووهل، یوه ګول جوډ سون سوپ بېل وکړ او څلورم ګول هم د تیراسک له خوا ووهل شو. د پاکستان ګول ساتونکي یوسف بټ څو مهم سیوونه وکړل، خو پاکستانۍ لوبډله د ګول وهلو په برخه کې بریالۍ نه شوه. لوبه د اندونیزیا د بانډونګ ښار په سی جالک هاروپات لوبغالي کې ترسره شوه. پاکستان به خپله بله لوبه د سپټمبر په ۲۹مه له فلیپین سره ترسره کړي.