تهران (ویب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د اختلافاتو د خبرو اترو له لارې د هواري غوښتنه کړې او د شخړې د پای ته رسولو لپاره یې د ایران د مرستې وړاندیز کړی دی. پزشکیان الجزیرې ته په مرکه کې ویلي چې په یمن کې د حوثیانو اقدامات له ایران سره تړاو نه لري، خو ایران د هر هغه چا ملاتړ کوي چې ورسره ظلم کېږي. هغه وویل، یو ورور باید له بل ورور سره جګړه ونه کړي او ایران د جګړې غوښتونکی نه دی. د ایران ولسمشر زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه د متقابلې همکارۍ له لارې سوله او امنیت ټینګولی شي او سیمې ته د کوم «پولیس» اړتیا نشته. له امریکا سره د خبرو په اړه پزشکیان وویل چې له تېرو خبرو وروسته پر ایران د بریدونو او بندیزونو له امله تهران پر واشنګټن باور له لاسه ورکړی، خو قطر او پاکستان امریکا ته د ایران پیغامونه رسوي. ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه ورځنی پلان هم وړاندې کړی چې له مخې یې لومړني اقدامات به په څلورو تر پنځو ورځو کې ترسره کېږي، په شپږمه ورځ به د هرمز تنګی د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستل کېږي او په اوومه ورځ به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر ګډو موضوعاتو د وروستي تړون لپاره له امریکا سره خبرې پیلېږي. په دغه پلان کې د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې د پای ته رسولو، د ایراني تېلو پر پلور د بندیزونو د لرې کولو، د شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالرو کنګل شوې ایراني شتمنۍ د خوشې کولو او په سیمه کې د اوربند وړاندیز هم شامل دی.
