تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

د پي سي بي ټیلنټ هنټ انټر سکول کرکټ ټورنامنټ (2026-2027) اقراء علمي مرکز کرکټ کلب چمن خپله لوبه وګټله

چمن (سید سردار محمد خوندئی) – د پاکستان کرکټ بورډ تر اهتمام لاندې په چمن کې په صادق کرکټ ګراونډ کې د ټیلنټ هنټ انټر سکول کرکټ ټورنامنټ په ډیر جوش او جذبه سره پیل شو. د دغه ټورنامنټ پرانیسته د ډسټرکټ کرکټ ایسوسی ایشن چمن چیرمین احمد خان، ډسټرکټ صدر عبدالودود عبدالنافع ملنګ او ویاند عبدالهادي اڅکزي د توپ په وهلو سره وکړه.

پرون یوه په زړه پورې او حساسه کرکټ لوبه د اقراء علمي مرکز های سکول چمن او ګورنمنټ های سکول قلعه عبدالله ترمنځ ترسره شوه. دواړو لوبډلو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. دا په زړه پورې لوبه د اقراء علمي مرکز های سکول چمن په یوازې دوه رنزونو وګټله.

د دې سترې بریا او غوره کارکردګۍ له امله د اقراء علمي مرکز چمن ادارې مبارکي وړاندې کړه او د پي سي بي له لوري دغه ټورنامنټ یې د سیمې د ځوانانو لپاره ښه زیری وباله.

په دې موقع تنظیموونکو وویل چې د انټر سکول کرکټ ټورنامنټ مقصد په ښوونځي سطحه ځوانو لوبغاړو ته د لوبې غوره موقعې ورکول، نوی ټیلنټ مخې ته راوستل او په چمن کې د کرکټ پرمختګ نور هم پیاوړی کول دي.