تازه خبرونه ۲۷ ستمبر ۲۰۲۶

په جنوبي افریقا کې د څو ساعتونو په موده کې د ډزو دوه پېښې، ۲۷ کسان وژل شوي

کوټه (وېب نيوز) په جنوبي افریقا کې د څو ساعتونو په موده کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. پولیسو په دواړو پېښو کې د ښکېلو کسانو د موندلو هڅې پیل کړې دي. چارواکي وايي، د جوهانسبرګ او کېپ ټاون ته څېرمه د رامنځته شوو ډزو د علتونو په اړه پلټنې روانې دي. د جوهانسبرګ شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې په ویډیلا ټاون شپ کې د شنبې ماښام وسله والو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۷ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. پولیس وايي، برید کوونکو له اې‌کې ۴۷ وسلو څخه کار اخیستی و. ولسمشر رامافوسا ویلي چې پولیسو د شکمنو برید کوونکو انځورونه ترلاسه کړي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي. د صوبايي پولیسو کمېشنر ټومي متھومبیني په وینا، په لومړنیو پلټنو کې د ناقانونه سرو زرو کانونو په تړاو د ډلو ترمنځ د سیمې د کنټرول شخړه هم د پېښې د احتمالي لامل په توګه څېړل کېږي. پولیس وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې هم په همدې سیمه کې ډزې شوې وې او دا احتمال هم تر څېړنې لاندې دی چې وروستۍ پېښه ښايي د هغې د غچ په توګه شوې وي. بل لور ته د کېپ ټاون په لمنه کې د لونډلې په سیمه کې د یکشنبې سهار شاوخوا دوې بجې وسله والو په یوه تفریحي ځای کې ډزې وکړې چې له امله یې ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول. عیني شاهدان وايي، د ډزو پر مهال خلک په سندرو او نڅا بوخت وو چې ناڅاپه د ډزو غږونه واورېدل شول او خلکو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره پر ځمکه ځانونه وغورځول. پولیسو په لومړني ډول سوداګریزه سیالي د دویمې پېښې احتمالي لامل بللی دی. تر اوسه په دواړو پېښو کې څوک نه دي نیول شوي.