تازه خبرونه ۲۸ ستمبر ۲۰۲۶

د کرایسټ چرچ برید د مجرم د سزا پر ضد اپیل

کوټه (ویب نیوز) په نیوزیلنډ کې د ۲۰۱۹ کال د کرایسټ چرچ جوماتونو په برید کې د ۵۱ مسلمانانو د وژنې مجرم اسټرالیايي وګړي برینټن ټیرنټ د خپل جرم د اعتراف او د عمر قید سزا پر ضد اپیل کړی دی. ټیرنټ د ویډیو له لارې محکمې ته وویل چې په زندان کې د سختو شرایطو او یوازیتوب له امله له شدید ذهني فشار سره مخ شوی و او د جرم له منلو پرته یې بله لار نه لرله، خو حکومتي وکیل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې نوموړي د قضیې د ځنډولو او خپل دفاع کولو په ګډون نور قانوني انتخابونه هم لرل. محکمه اوس ارزوي چې ایا د زندان شرایط تر دې کچې سخت وو چې نوموړی د سمې پرېکړې کولو توان نه درلود؛ که غوښتنه یې ومنل شي، قضیه د بیا محاکمې لپاره عالي محکمې ته استول کېدای شي.