کوټه (وېب نيوز)د ایران د پوځ مرستیال همغږي کوونکي ریئر اېډمیرل حبیب الله سیاري ادعا کړې چې د هرمز تنګي په بشپړه توګه د ایران تر کنټرول لاندې دی او ایراني ځواکونه هېچا ته د دغه سمندري مسیر له لارې د تېرېدو اجازه نه ورکوي. حبیب الله سیاري ویلي چې د هرمز تنګي لوېدیځه برخه، خپله تنګي او د فارس خلیج د اسلامي انقلاب د ساتونکو د سمندري ځواک تر بشپړ کنټرول لاندې دي، په داسې حال کې چې د تنګي ختیځه برخه او د هند سمندر شمالي سیمه د ایران د سمندري ځواک تر کنټرول لاندې ده. هغه وویل چې ایراني ځواکونه د عمان سمندر په شمالي برخه او د هرمز تنګي ختیځ کې هم په پیاوړي ډول فعالیت کوي او هېچا ته به د تېرېدو اجازه ورنه کړي. بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندانۍ د ایران دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ایران د هرمز تنګي پر سمندري تګ راتګ واک نه لري او په وروستیو میاشتو کې زرګونه سوداګریزې بېړۍ له دې لارې تېرې شوې دي.
