کابل(ویب نیوز) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیال برونو لیمارکویس ویلي چې هڅه کوي په نړیوالو کنفرانسونو، په ځانګړي ډول د اقلیم او چاپېریال اړوند غونډو کې د افغان پلاوو د ګډون زمینه برابره کړي. نوموړي دا څرګندونې د چاپېریال ساتنې ادارې له عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص سره په لیدنه کې کړې دي. په دې غونډه کې د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، طبیعي پېښو او نورو چاپېریالي ستونزو، د نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون او د چاپېریالي پروژو د راجلبولو په اړه خبرې وشوې. لیمارکویس ویلي چې د «کاپ» او نورو چاپېریالي غونډو کې د افغانستان ګډون مهم دی، څو افغان پلاوي خپلې ستونزې او غوښتنې نړیوالې ټولنې ته ورسوي او یوناما به د افغان پلاوو د ګډون او د ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو رسمي معلومات هم ښيي چې برونو لیمارکویس د یوناما د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي په توګه د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه خپله دنده پیل کړې ده.
