کوټه(ویب نیوز)د رېلوی وزارت وفاقي وزیر حنیف عباسي له د بلوچستان له وزیراعلا میر سرفراز بګټي سره په لیدنه کې په صوبه کې د لومړۍ میټرو ټرېن خدمت د پیل او نورو ګډو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. دواړو مشرانو د جناح پیپلز میټرو ټرېن خدمت پر پیل خوښي څرګنده کړه او حنیف عباسي د دې پروژې په عملي کولو کې د صوبايي حکومت هڅې وستایلې. سرفراز بګټي د رېلوی وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې جناح میټرو ټرېن په بلوچستان کې د عصري، خوندي او باوري عامه ترانسپورټ د نوي پړاو پیل دی. د وروستیو راپورونو له مخې، دغه خدمت د کچلاک څخه تر سریاب پورې پر ۳۲ کیلومتره مسیر او اوو تمځایونو پیل شوی دی.
