تازه خبرونه ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

د معدنیاتو د قائمې کمېټې غونډه، د بلوچستان ماینز روغتیا او خوندیتوب بل ۲۰۲۶ جاج

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان اسمبلۍ د معدنیاتو د قائمې کمېټې غونډه د کمیټې د مشر غلام دستګیر بادیني په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د بلوچستان ماینز روغتیا او خوندیتوب بل ۲۰۲۶ پر بېلابېلو مادو تفصیلي غور وشو. په غونډه کې د صوبايي معدنیاتو وزیر میر شعیب نوشیرواني، د کمیټې غړو، د قانون او معدنیاتو محکمو چارواکو او د ماینونو د مالکانو استازو ګډون وکړ. غونډې ته وویل شول چې د کانونو په برخه کې د روغتیا، خوندیتوب، ژغورنې او څارنې اړوند اوسنی قانوني نظام زوړ دی او د عصري اړتیاوو له مخې جامع صوبايي قانون ته اړتیا ده. د بل پر بېلابېلو مادو، په ځانګړي ډول د نه ضمانتي ایف آی آر، دیت او نورو قانوني او اداري چارو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د ماینونو مالکین او نور اړوند سټېک هولډران خپلې لیکلې وړاندیزونه کمیټې ته وړاندې کړي. کمیټه به په راتلونکې غونډه کې د وړاندیزونو له ارزونې وروسته د بل د نهایي کولو په اړه نور ګامونه واخلي.