مقامی ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان میډیا فورم د میډیا پرسونل پیاوړې او اغېزمنه غږ ګرځېدلی، سید امان شاه

کوټه(ویب نیوز) د عوام پاکستان ګوند د بلوچستان صوبايي مشر سید امان شاه ویلي چې د بلوچستان میډیا فورم د صوبې د ټولو میډیا کارکوونکو پیاوړی او اغېزمن غږ ګرځېدلی او د خبریالانو د حقونو، د مطبوعاتو د آزادۍ او د رسنیو د کارکوونکو د ستونزو د حل لپاره د فورم هڅې د ستاینې وړ دي. نوموړي د فورم مرکزي مشر قیوم بلوچ، عمومي منشي الله داد رند او ټولې ډلې ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د بلوچستان په څېر پراخه صوبه کې خبریالان له محدودو امکاناتو سره سره د ولس ستونزې را برسېره کوي او حقایق خلکو ته رسوي. هغه وویل چې د بلوچستان میډیا فورم له خوا د خبریالانو په یوه ګډ پلاتفورم راټولول د ستاینې وړ ګام دی او د هغوی د ستونزو په اغېزمن ډول اړوندو چارواکو ته د رسولو زمینه برابروي. سید امان شاه وویل چې عوام پاکستان ګوند د مطبوعاتو د آزادۍ، د بیان د آزادۍ او د خبریالانو د قانوني حقونو د ساتنې په هره مبارزه کې د خبریالانو ترڅنګ ولاړ دی.