کوټه(ویب نیوز) په کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ژمي له پیل مخکې د ګاز د فشار د کمېدو او لوډشیډنګ له امله خلک له ستونزو سره مخ دي. د خلکو په وینا په ځینو سیمو کې ګاز په محدودو وختونو کې ورکول کېږي او په همدې وخت کې یې فشار هم ډېر کم وي، خو له بلې خوا مصرفوونکو ته لوړ بلونه استول کېږي. وروستیو سیمه ییزو راپورونو کې هم د کوټې په بېلابېلو سیمو کې د کم فشار او محدودې رسونې شکایتونه شوي دي.خلکو له سوئي سدرن ګاز کمپنۍ غوښتنه کړې چې د ګاز فشار او رسونه ژر ښه کړي، کنه که د ژمي پر مهال هم وضعیت همداسې پاتې شو، نو د نامعلومې مودې لپاره د احتجاج او پرلت وهلو اقدام به وکړي.
