کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د پانګونې بورډ مرستیال مشر بلال خان کاکړ ویلي چې د صوبې ځوانان قیمتي شتمني او د روښانه راتلونکي ضمانت دي، نو د هغوی تعلیم او روزنه، مسلکي وړتیاوې لوړول او د روزګار او کاروبار غوره فرصتونه برابرول د بلوچستان حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه وویل چې په اوسني وخت کې یوازې دودیز تعلیم بسنه نه کوي، بلکې ځوانانو ته د نوې ټکنالوژۍ، ډیجیټل مهارتونو، فری لانسینګ، کاروباري وړتیاوو او د بازار د اړتیاوو مطابق مسلکي روزنې برابرول هم ضروري دي. بلال خان کاکړ وویل چې حکومت هڅه کوي ځوانانو ته داسې فرصتونه برابر کړي چې خپلې وړتیاوې نه یوازې په سیمه ییزه کچه بلکې په ملي او نړیوال بازار کې هم وکاروي او د حکومت، خصوصي سکټور، تعلیمي ادارو او د پانګونې اړوندو ادارو ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ له لارې د ځوانانو لپاره نور فرصتونه هم رامنځته کېدای شي.
