کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کار او بشري ځواک محکمې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي، چیف سیکرټري شکیل قادر خان او د کار او بشري ځواک د سیکرټري صالح محمد ناصر په لارښوونه د ضلعي ادارې او پولیسو په همکارۍ د عبدالخالق سړک، نواں کلی په نوې کارګر مېنه کې د ناقانونه قبضه کوونکو پر ضد عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې له ۸۴ فلیټونو څخه ۷۰ فلیټونه له قبضې څخه خلاص شوي، په داسې حال کې چې ۱۴ فلیټونه د محکمې د حکم امتناع له امله تر ۶ اکتوبر پورې له عملیاتو مستثنیٰ ساتل شوي دي. عملیات د ورکرز ویلفیئر بورډ بلوچستان د اسټېټ دفتر تر څارنې لاندې ترسره شول. په نوې کارګر مېنه کې په ۱۷ ټاورونو کې ټول ۲۰۴ فلیټونه په ۲۰۱۷ کال کې د کارګرانو او مزدورانو د استوګنې لپاره جوړ شوي وو، خو د ۲۰۲۱ کال له سېلابونو وروسته د سېلاب ځپلو لپاره د لنډمهالې استوګنې په توګه ورکړل شوي فلیټونه وروسته د ځینو کسانو له خوا په ناقانونه توګه نیول شوي وو. د کار او بشري ځواک محکمې ویلي چې د عملیاتو موخه د سرکاري استوګنیزو اثاثو له ناقانونه قبضو څخه خلاصول او د پالیسۍ له مخې یې د کارګرانو د فلاح او استوګنې لپاره بیا کارول دي.
