کوټه(اې اېن اېن) د بلوچستان د وزیراعلا میر سرفراز بګټي په لارښوونه د پخواني نړیوال فوټبالر محمد عیسیٰ درملنه د حکومت په لګښت په کراچۍ کې د ضیاءالدین روغتون کې پیل شوې ده. د وزیراعلا د اطلاعاتو او سیاسي چارو مرستیال وزیر شاهد رند ویلي چې وزیراعلا د محمد عیسیٰ د درملنې ټول لګښتونه د حکومت له خوا د ورکولو لارښوونه کړې وه او اوس یې درملنه روانه ده. نوموړي وویل چې د بلوچستان حکومت د پخوانیو ملي او نړیوالو لوبغاړو د هوساینې او درملنې لپاره اقدامات کوي او د محمد عیسیٰ ورزشي خدمتونه د قدر وړ بولي.
