نوشکي(ویب نیوز) د بلوچستان په نوشکي ښار کې د نامعلومو وسله والو د داخلېدو، ډزو او له پولیسو څخه د وسلو اخیستو راپورونه ورکړل شوي دي. د ځايي سرچینو په وینا وسله والو د یوه خصوصي بانک مخې ته ډزې وکړې چې له امله یې د بانک امنیتي کمره له کاره ولوېده، وروسته د بازار په مصروفه سیمه طارق چوک کې له دوو پر دنده پولیسو څخه په مبینه توګه وسلې واخیستل شوې. له پېښې وروسته بازار وتړل شو او د امنیتي ځواکونو درنې قطعې سیمې ته ورسېدې. تر اوسه د مرګ ژوبلې کومه رسمي تایید شوې شمېره نه ده ورکړل شوې او چارواکو هم د پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
