تازه خبرونه ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

په نوکچه کې د امنیتي ځواکونو عملیات، د فتنۀ الهندستان ۲ وسله وال ووژل شول

چاغي(ویب نیوز) د امنیتي سرچینو په وینا د چاغي ولسوالۍ په نوکچه سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د فتنۀ الهندستان اړوند ۲ وسله وال وژل شوي دي. سرچینې وايي، وسله والو په نوکچه کې یوه تشه د اوبو ټانکر ته اور اچولی او د تېښتې هڅه یې کړې وه، خو امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په ترڅ کې دواړه ووژل. د امنیتي سرچینو په وینا وژل شوي کسان د اېن ۴۰ لویې لارې په بېلابېلو سیمو کې د اور اچونې او تخریبي فعالیتونو په پېښو کې هم لاس لرلی.